ایکنا نیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ دمقدماتي مرحلې د قاضیانو د پلاوي نامې د خیریه چارو او اوقافو د ادارې دقرآن ی چارو د مرکز له خوا اعلان شوې چې په اساس به ئې د غه شپاړس کسان د ښاغلو او آغلو په دوو برخو کې قضاؤت وکړي.
ددغې مرحلې سیالۍ دمرغومې یا جدې د میاشتې له نهمې نیټې پیلیږي او تر درو ورځو پورې به دوام ولري.
په دغې مرحلې کې به د قاضیانو د پلاؤ لباره د ګډون کونکو ویډیوئي فایل خپور شي . هغه کسان چې په د غې مرحلې کې دګډون لازم نصاب حد ته ورسیږي ، نو د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو حضوري مرحلې ته چې د سلواغې د میاشتې په ورستیو کې او د د کب د میاشتې په لومړنیو کې په تهران کې ترسره کیږي، لاره ومومي .
د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د مقدماتي مرحلې د قاضیانو نامې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
د سړیو د برخې د قاضیانو نامې ؛
علیاکبر حنیفی ؛ د قاضیانو د پلاوي مشر
مسعود سیاحگرجی د تجوید قاضي
حسن مختاری د لحن او لهجې قاضي
علیاکبر کاظمی د صوت یا غږ قاضي
حسن حکیمباشی د وقف و ابتدا قاضي
مهدی عباسی د حُسن حفظ قاضي
سیداحمد مقیمی لوړ څارونکی
مهدی دغاغله ؛ تخنیکي څارونکی
محمدتقی میرزاجانی د تخنیکي کمیټې مشر
د میرمنو د برخې د قاضیانو پلاوی؛
میرمن محبوبه کاتب د قاضیانو د پلاوی مشره
میرمن وجیهه شیخفرشی د تجوید قاضي
میرمن صدیقه بارانی د لهجې قاضي
میرمن هاله فیروزی د صوت یا غږ قاضي.
میرمن هاجر حیدری د وقف او ابتدا قاضي.
میرمن زهرا عساکره د حسن حفظ قاضي
میرمن زینب آقایی تخنیکی څارونکې
او همداراز محمدتقی میرزاجانی د تخنیکی کمیټې مشره ټاکل شوې ده .